د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمو کې یو شمېر ناقانونه تأسیسات ویجاړ او پاک کړای شول

8 سنبله 1402

10359.jpg (1820 × 1024)

د لومړۍ ناحیې د مسئولینو له لوري د ښاري نظم عملیاتي پلان د پلي کولو پر مهال د (۷) متره سړک په اوږدو کې د کوچه بارانه او علي رضاخان سیمو یو شمېر ناقانونه تأسیسات ویجاړ او پاک کړای شول. د لومړۍ ناحیې رئیس مولوي محمد عالم عاصم وویل چې، مخکې د یاد سړک د پاتې برخې د جوړولو لپاره د کوچه بارانه او علي رضاخان په سیمو کې دواړه خواوې ټاکل شوې وې چې، اوس له ناقانونه تأسیساتو پاکې شوې او د یاد سړک د پاتې چارو په اړه به ډېر ژر اقدام وشي. اوس مهال د کوچه بارانه او علي رضاخان سیمې له میوند واټ سره نښلول شوې دي چې، دا کار د سیمې د اقتصادي ودې لپاره ګټور دی او د مارکیټ لرونکو او هټیوالو لپاره یې ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته کړې دي. د یادونې وړ ده چې، څو ورځې وړاندې د(۷) اوه متره سړک په اوږدو کې د میوند واټ بلاکونو شاته، له لویدیځې برخې د حضوري چمن مخامخ (ځاځي جومات) څخه تر ابن سینا روغتون پورې د (۴) زره مترو په اوږدوالي سیمه له ناقانونه تأسیساتو او خنډونو پاکه شوې وه. سړکونه او پلې لارې عامه ملکیتونه دي چې، په ټولو ښاریانو پورې اړه لري، هیڅ حکمي او حقیقي شخص حق نه لري څو، له دې ځایونو څخه ناوړه ګټه پورته کړي