
د غصب شویو دولتي ځمکو او عامه ملکیتونو د بیرته راګرځولو په لړ کې، د لسمې ناحیې د مسئولینو له لوري د آریا ښارګوټي دریم فاز ته څېرمه د هوايي ډګر سړک په اوږدو کې (۲۲) جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته را وګرځول شوه. د لسمې ناحیې مرستیال قاري عبدالحي شهیدزي وویل چې، یو شمېر فرصت غوښتونکو او غاصبانو په تېرو کلونو کې په بیلابېلو پلمو د یادې ځمکې په یو شمېر برخو کې ناقانونه تأسیسات جوړ کړي وو چې، تر پېژندلو وروسته دا سیمه له ناقانونه تأسیساتو پاکه شوه او اوس مهال د کابل ښاروالۍ په واک کې ده. نوموړي زیاته کړه چې، دا ځمکه په یوه غیر پلاني سیمه کې موقعیت لري او د کابل ښاروالۍ ملکیت دی چې، په راتلونکي کې د پراختیايي پلانونو پلي کولو لپاره چمتو ده. کابل ښاروالي له غاصبانو د ځمکو بېرته راګرځولو په برخه کې ژمنتیا لري، فرصت غوښتونکو او قانون ماتوونکو ته وخت نه ورکوي څو، له دولتي ځمکو او عامه ملکیتونو څخه ناوړه ګټه پورته کړي


