الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اوولسمې ناحیې اوسیدونکو په تنظیفي او د ونو خړوبولو په حشر کې برخه واخیسته

8 سنبله 1402

10365.jpg (1820 × 1024)

د اوولسمې ناحیې اوسیدونکو د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست او د اوولسمې ناحیې د مسئولینو په غوښتنه، په تنظیفي او د ونو خړوبولو په حشر کې په برخې اخیستلو سره خپله ښاري دنده ادا کړه. د اوولسمې ناحیې رئیس مولوي حبیب الحق حقاني د ښاریانو د هڅولو سربېره  وویل چې، په ګډ کار سره دښار پاکوالی او زرغونتیا پراختیا مومي که چېرته هر څوک د خپلو سیمو پاکوالي او زرغونتیا ته پام وکړي، پاک او زرغون ښار ته به لاس رسی ومومو. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین وویل چې، د ښار پر وړاندې د ګډون کلتور باید را ژوندی شي، ځکه د ښار پاک ساتل او د ونو خړوبول زموږ ټولو ګډ مسئولیت دی. نوموړي د یادې ناحیې له ټولو اوسېدونکو وغوښتل چې، د پاک او زرغون کابل رامنځته کولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د حشر ګډونوالو وویل چې، ښار زموږ ټولو ګډ کور دی او په پوره رښتینولۍ سره به د پاک چاپیریال رامنځته کولو او د ونو خړبولو په برخه کې هلې ځلې کوي