الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښاري ښکلا پروګرام دوام لري

9 سنبله 1402

10367.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ دکلتوري چارو رياست د ښاري ښکلا د پروګرام په دوام، د دهن باغ له څلورلارې څخه تر مخابراتو او د کورنيو چارو پخواني وزارتونو د سړکونو په اوږدوکې د ښاري او کلتوري پيغامونو د ليکلو چارې پيل شوې. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئيس قاري ولي ګل جواد وويل: دغه کار د وږي ( سنبلې) میاشتې د نهمې نېټي،له هېواد څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو د دویمې کليزې د نمانځنې په موخه ترسره کیږي. پدې پروګرام کې د امنیتي پوستو رنګول او د خطاطۍ هنر په کارولو سره د پیغامونو لیکل شامل دي. نوموړي د کلتوري چارو له ریاست سره د رنګونو په چمتو کولو کې د نیرو رنګ له خصوصي شرکت څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، د ملي پانګوالو او سوداګرو په مرستې به د ښار په بېلابېلو برخو کې د ښاري ښکلا د رامنځته کیدو  شاهدان  واوسو