الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په یوولسمه ناحیه کې د سړک جوړولو د دوه پروژو چارې روانې دي

9 سنبله 1402

10369.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په ملاتړ د یوولسمې ناحیې اړوند په ۴م ګذر سره مېنه او د یادې ناحیې په ۱۳ ګذر نوې پروژه سیمه کې د سړک جوړولو د دوه پروژو چارې روانې دي. د دې ناحیې په ۴م ګذر کې کار لاندې سړک ۵۳۱ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري چې، د تیږو فرش په بڼه به د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت تر راتلونکو دوه میاشتو پورې جوړ شي. په همدې توګه د یادې ناحیې په ۱۳ م ګذر کې سړک ۳۶۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري چې، د لښتي په ګډ‌ون به د کانکریټ په بڼه د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې جوړ شي. د دې سړکونو په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي ګڼ شمېر ترانسپورټي او ټولنیزو آسانتیاو ته لاس رسی ومومي