الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دولسمې ناحیې یو شمېر اوسیدونکو د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته

9 سنبله 1402

10371.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې یو شمېر اوسیدونکو د (چاپیریال ساتنې رضاکاران) تر نامه لاندې د یادې ناحیې اړوند له بت خاک څخه د احمدشاه بابا مېنې تر دویمې څلورلارې پورې د سړک په اوږدو کې ونو ته د چونې په ورکولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته. د دولسمې ناحیې د زرغونتیا مدیر مولوي عزت الله وویل: ټاکل شوې ده چې، د چاپیریال ساتنې د رضاکارانو دغه ډله، له نباتي ناروغیو څخه د مخنیوي، دحشراتو دله منځه وړلو او دښاري ښکلا د رامنځته کولو په موخه، (۳) زره نیاګیو ته چونه ورکړي. یادو رضاکارانو ژمنه وکړه چې، په راتلونکې کې به هم د یادې سیمې په ونو درمل وشیندي او د خړوبولو په برخه کې به یې هم له کابل ښاروالۍ همکار و اوسي