د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بګرامیو پله په سیمه کې د ښاري ښکلا پروګرام بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

11 سنبله 1402

10373.jpg (1820 × 1024)

 د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رياست د ښاري ښکلا پروګرام ، چې څه موده وړاندې د دولسمې ناحیې اړوند د بګرامۍ پله ته څېرمه ډيزاين شوى و، د سباوون جوس بار په مرسته بشپړ او د کابل ښاروالۍ د مسؤلينو له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.  د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وويل: د بګرامۍ پله په اوږدو کې د عمومي سړک دپاسه د(٢٠) مترو په اوږدوالي،د (٧) متره لوړوالي او د (١٢) مترو په سور له رنګه څراغونو څخه يو ښايسته تونل جوړ شوى دى او دغه راز  په دې سیمه کې يو شمېر ونې هم  په څراغونو روښانه شوې، چې په سیمې کې یې مثبت بدلون رامنځته کړی دی. نوموړي زياته کړه چې، د کابل ښاروالۍ دکلتوري چارو رياست هڅه کوي، ترڅو د ملي سوداګرو په مرسته د ښار د ښکلا پروګرام د ښار  نورو برخو ته هم پراختيا ومومي. دا کار د ښار ښکلا زیاتوي او زموږ دهیوادوالو د خوښۍ لامل ګرځي. ځکه د ښاري ښکلا د سمبولونو جوړول او نصبول،د ښاریانو د لید او ذهني سکون لپاره ګټور او اغېزمن دي