د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

دکابل ښاروالۍ له لوري د ښار په ځینو مهمو سیمو کې د ۱.۱.۱ لوی بیرغونه نصب کرای شول

11 سنبله 1402

10375.jpg (1820 × 1024)

د ا. ا. ا  لوی بیرغونه چې، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رياست له خوا جوړ شوي ؤ، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد له خوا، په داسې حال کې چې، د چارو ادارې لوړ پوړي چارواکي او د کابل ښاروالۍ د بېلا بېلو څانګو يو شمېر رئیسان هم حاضر ؤ د محمود خان پله او د کمپنۍ چوک په سیمو کې پورته شول. په هغه مراسموکې چې له همدې امله جوړ شوي ؤ، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس د افغانستان بيرغ ته درناوى اړین وګاڼه او ويې ويل: بيرغ د دې خاورې د وياړ، سرښندنې او هوساینې سمبول دی چې، په ملي او نړیواله کچه   زموږ د مجاهد ولس دبې سارو هڅو، سرښندنو، قربانیو او مېړانې پايله ګڼل کېږي. قاري جواد وويل: د محمود خان پله بیرغ چې، په دويمه ناحيه کې موقعيت لري، (٣٠) متره لوړوالى، (١٢) متره اوږدوالى، (٦) متره سور ، او په ټوله کې (٧٢) مترمربع مساحت لري، د پانل تک شرکت په مرسته چمتو شوی دی. دغه راز په پنځمه ناحیه کې د کمپنۍ چوک بیرغ چې، (۲۵) متره لوړوالی، (۹) متره اوږدوالی، (۵) متره سور او په ټوله کې (۴۵) متر مربع مساحت لري دوږي میاشتې د نهمې نیټې، دامریکايي پوځیانو، د وتلو د دویمې کلیزې په مناسبت،د ښار په دغو دوو مهمو سیموکې پورته شول