د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري ښکلا د زیاتوالي په موخه د ترافیک او بُست څلور لارو د سړک په اوږدو کې د روښنایۍ تونل نصب کړای شو

11 سنبله 1402

10377.jpg (1200 × 675)

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رياست په هلو ځلو او د تاج شاهي ودونو تالار د مالک په مرسته، د څلورمې ناحيې اړوند د ترافيک او بُست څلورلارو دسړک په اوږدو کې د ښکلا تونل نصب شو. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وويل: دغه تونل (٥٢) متره اوږدوالى،(٢،٥) متره سور او ( 3 متره او ٢٠ سانتي) لوړوالى لري، چې دننه يې په تازه ګلانو او د تونل بهر په رنګه څراغونو سينګار شوى دى. دا کار د ښار ښکلا زیاتوي او زموږ دهیوادوالو د خوښۍ وړ ګرځي. ځکه د ښاري ښکلا د سمبولونو جوړول او نصبول ،د ښاریانو د لید او ذهني سکون لپاره ګټور او اغېزمن دي. د کابل ښاروالۍ دکلتوري چارو ریاست په پام کې لري چې، د ښاري ښکلا پروګرام د ښار په نورو برخو کې هم د ښاریانو په مرسته پلي کړي تر څو دهېوادوالو د لا زیاتې خوښۍ لامل شي