د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د کوڅو کانکریټ کولو چارې روانې دي

11 سنبله 1402

10380.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې(UNOPS) د دیارلسمې ناحیې اړوند  په څلویښتم، یوڅلویښتم او اوه څلویښتم  ګذر کې د کوڅو کانکریټ کولو چارې په چټکۍ روانې دي. دکابل ښاروالۍ د برنامو اوپروژو دتنظیم ریاست دمعلوماتو پربنسټ، یادې کوڅې په ټولیزه توګه (۸۸۰) متره اوږدوالی او (۴)متره سور لري چې، دلښتیو په ګډون به د (۱۲۸۰۰۰) امریکایي ډالرو په لګښت جوړې شي. ورته مهال دقراردادي شرکت مسؤل محمدګلاب شریفي وویل: د دغې پروژې د کانکریټ کولو چارې، چې څه موده وړاندي پیل شوې وې، تر راتلونکې یوې نیمې میاشتې پورې به بشپړې شي. نوموړي زیاته کړه ، اوس مهال په دغه پروژه کې (۱۵۰) تنه کارکوونکي کار کوي، چې په اقتصادي برخه کې ددغه خلګو ستونزې تر یوه حده حل کیدای شي. دغه راز دسیمې اوسیدونکو دکابل ښاروالۍ له کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل: د دغو سړکونو په جوړېدو سره به  ګڼ شمېر ترانسپورټي او ټولنیزو آسانتیاو ته لاس رسی ومومي. کابل ښاروالي په محرومو سیمو کې د پروژو پلي کولوته ژمنتیا لري