الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د جبارخان کانال د دویمې برخې د جوړولو چارې پیل شوې

11 سنبله 1402

10381.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري د شپږمې او دیارلسمې ناحیې اړوند د جبارخان کانال د دویمې برخې د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د یاد کانال دویمه برخه (۸۳۰) متره اوږدوالی لري چې، کار به یې د (۹) میاشتو په موده کې د(۵۲) میلیونه افغانیو په لګښت په معیاري توګه بشپړ شي. د دې کانال لومړۍ برخې (۲۴۶۲) متره اوږدوالی درلود چې، کار یې تېر کال د دیارلسمې ناحیې په اړوند سیمه کې په بنسټیزه توګه بشپړ شو. په همدې توګه د جبارخان کانال په اوږدو کې د (۲۴۶۲) مترو په اوږدوالي او د (۸،۵) مترو په سور سره د یوه سړک، کوچنیو پلونو او دکوڅو  جوړولو چارې هم بشپړې شوې دي. د جبارخان کانال د دویمې برخې په جوړېدو سره به په شپږمه او دیارلسمه ناحیه کې سړکونو ته د اوبو راختلو ستونزې حل شي