د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه، د پنځلسمې ناحيې اړوند لومړي ګذر د خیرخانې مېنې په دریمه برخه کې د یوه لښتي د جوړولو چارې د یادې ناحیې د رئیس انجنیر عبیدالله شېرزاد له لوري، په داسې حال کې چې د سېمې مشرانو او یو شمېر اوسیدونکو یې ملتیا کوله د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې. ښاغلي شېرزاد وویل: دا لښتی چې، (۵۱۱) متره اوږدوالی، له (۵۰ تر ۷۰) سانتي سور او له (۷۰ تر ۱۰۸) سانتي مترو پورې ژوروالی لري، نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت به د کابو دوه میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه جوړ شي چې په اساس به يې سړکونو ته د اوبو له راختلو څخه مخنیوی وشي
په پنځلسمه ناحیه کې د یوه لښتي د جوړولو چارې پیل شوې
14 سنبله 1402