د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې د (E) برخې سړک چارې ۳۰ سلنه مخته تللې دي

14 سنبله 1402

10385.jpg (1820 × 1024)

د رحمن مېنې د (E) برخې سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، په چټکۍ سره روانې دی او تر دې دمه (۳۰) سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دا سړک د کارته نو له نوي سړک څخه پیل او د ستانکزي تر بلاکونو پورې، (۳۳۰۰) متره اوږدوالی او (۴۰) متره سور لري چې، د بایسکل چلولو کرښو، پلو لارو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به په بنسټیزه توګه جوړ شي.   یاد سړک د کابل ښار یو له مهمو سړکونو شمېرل کیږي چې، چارې به یې تر راتلونکي یوه کال پورې د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه د (۱۶۲) ملیونه افغانیو په لګښت بشپړې شي.  د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د سیمو اقتصادې ودې ته زمینه برابره او بل خوا به ګڼ شمېر ټولنیزې او سیمه ییزې آسانتیاوې هم رامنځته شي