د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په ملاتړ، د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په دولسم ګذر کې په ټولیزه توګه د(۷۵۰) مترو په اوږدوالي او (۵،۵) مترو په سور سره د لښتیو په ګډون د(۳) فرعي سړکونو دکانکریټ کولو چارې روانې دي. د دغو سړکونو په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي ټولنیزو او ترانسپورټي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي. د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې له لارې یو شمېر هېوادوالو ته کاري زمینه هم برابره شوې ده
د دولسمې ناحیې په دولسم ګذرکې د ۳ فرعي سړکونو دکانکریټ کولو چارې روانې دي
14 سنبله 1402