د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه د مرنجان تپې پر سر د آزادۍ پارک د جوړولو له چارو څخه لیدنه وکړه

14 سنبله 1402

10389.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د شپاړلسمې ناحیې اړوند مرنجان تپې پر سر د آزادۍ پارک د جوړولو له بهیر څخه لیدنه وکړه. ښاغلي سجستاني اړوند مسئولانو ته لارښوونه وکړه چې، د مرنجان تپې د زرغونتیا د پراخولو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي، څو په یوه غوره تفریحي سیمه بدله شي. د یاد پارک د جوړولو په پروژه کې د ماشومانو او نویو ځوانانو لپاره د لوبغالو جوړول، د وسایطو پارکینګ، کانتین، داوږدو څوکیو او کټارو نصبول، د زرغونو سیمو پراختیا، د پلو لارو ، د اوبو فوارې او ګلدانونو جوړول په پام کې نیول شوي دي. د دغه تفریحي پارک په جوړېدو سره به ښاري ښکلا زیاته او ورسره جوخت به ښاریان یوه مناسب تفریحي ځای ته لاس رسی ومومي