الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له کارول شویو اوبو څخه د بیا ګټې اخیستنې په موخه په شیرشاه سوري جومات کې د اوبو زیرمه کولو د یوې څاه چارې بشپړې شوې

14 سنبله 1402

10391.jpg (1820 × 1024)

د درېیمې ناحیې اړوند د شیرشاه سوري جومات په انګړ کې د کارول شویو په ځانګړې توګه د اوداسه اوبو زیرمه کولو د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو په موخه د یوې څاه چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال ښاریان د اوبو سپما کولو ته وهڅول او ویې ویل: کېندل شوې څاه ګانې د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په برخه کې ګټورې دي او په دې کار سره کارول شوې اوبه بې ځایه نه ځي او تر فلټر کېدو وروسته به د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو په برخه کې کارول کیږي. نوموړي د کابل ښاروالۍ مسئولانو ته سپارښتنه وکړه چې، د څاه ګانو د کېندلو طرحه دې د کابل ښار په نورو جوماتونو کې هم پلې شي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو رئیس محمد ناصر کبیري وویل: د کارول شویو اوبو د زیرمه کولو او بیا ګټې اخیستنې طرحه د کابل ښاروالۍ د مسئولانو، ګذر وکیلانو او ښاریانو ترمنځ د ترسره شوې ژمنې له مخې پلې کیږي او دا کار د کابل ښار په نورو ناحیو کې هم روان دی. د یادونې وړ ده چې، د دې طرحې په پلي کېدو سره د ځمکې لاندې پاکو اوبو له ککړتیا څخه هم مخنیوی کیږي