د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

14 سنبله 1402

10395.jpg (1820 × 1024)

په کاریزمیر او ریشخورو سیمو کې د څارویو حلالولو له ځایونو څخه د ګټې اخیستې او د کابل ښار په بېلابېلو زونونو کې د نویو ځایونو ټاکلو په موخه د کابل ښاروالۍ او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو. دا هوکړه لیک د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستيال مولوي محمد خالد سجستاني او د ياد شوي وزارت د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدراعظم عثماني له خوا لاسلیک شو. په یادو مراسمو کې ښاغلي سجستاني ښاریانو ته د آسانتیاو رامنځته کولو، له ناروغیو څخه د مخنیوي او د چاپیریالي ککړتیا د کمښت په اړه رڼا واچوله او زياته يې کړه چې,د هټیو مخې ته، عمومي ځایونو او د هوټلونو په انګړ کې د څارویو حلالول ښاري تخلف ګڼل کيږي. د یاد هوکړه لیک پر بنسټ په کاریزمیر او ریشخورو سیمو کې به د کرنې،مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت اړوند د څارویو حلالولو له ځایونو ګټه واخیستل شي. په همدې توګه کابل ښاروالۍ پلان لري، څو د ښار د معیاري ودې او له ناروغیو څخه د ښاریانو د خوندیتوب په موخه، د ښار په بېلابېلو زونونو کې د څارویو حلالولو لپاره ځانګړي ځایونه وټاکي چې، دا کار به تر تخنیکي او فني سندونو له بشپړيدو او له سروې وروسته ډېر ژر د کابل ښاروالۍ له لوري له کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت سره په همغږۍ بشپړ شي. د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت مرستیال د همکارۍ د روحیې پیاوړي کولو ترڅنګ وویل چې، د همغږۍ اصل ته په کتو به ډېر ژر ټاکل شویو موخو ته ورسیږو