الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې په اتلسم ګذر کې د سړک جوړولو چارې روانې دي

14 سنبله 1402

10397.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د اتلسم ګذر په کمري کلي کې د (۶۵۰) مترو په اوږدوالي او د (۸) مترو په سور د یوه سړک د جوړولو چارې روانې دي چې، په بشپړیدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ شمېر سیمه ییزې، ترانسپورټي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر بې روزګاره ښاریانو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي. په لیرې پرتو سیمو کې د پروژو پلي کول د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی او په همدې موخه د سړک جوړونې دا لومړۍ پروژه ده چې، په یاده سیمه کې پلې کیږي