الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د برچي سړک د زیانمنو برخو د بیارغونې چارې روانې دي

14 سنبله 1402

10399.jpg (1820 × 1024)

د ښاري تأسیساتو د ساتنې په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري دبرچي سړک د زیانمنو برخو د بیارغونې چارې روانې دي. د دیارلسمې ناحیې رئیس محمد حامد امیري وویل: د یاد سړک یو شمېر برخې د وخت په تېرېدو سره ویجاړې شوې وې چې، اوس د یادې ناحیې په وړاندیز، تر فني او تخنیکي مطالعاتو وروسته دپرمختللې ماشینرۍ په وسیله، په بنسټیزه توګه د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري بیارغول کیږي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست انجنیر احسان الله وویل چې، زیانمن شوي سړکونه تر فني او تخنیکي مطالعاتو وروسته په بنسټیزه توګه بیارغول کیږي. نوموړي زیاته کړه: په دې کار سره له یوې خوا د سړکونو له ژر ویجاړېدو مخنیوی کیږي، او بل لوري ته د عامه تأسیساتو د ساتنې په برخه کې ګټور دی. اوس مهال د پل سوخته له څلورلارې څخه د قلعه نو تر سړک پورې د یاد سړک د زیانمنو برخو د بیا رغولو چارې روانې دي