الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بي بي رابیا لېسې له زده کوونکو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

14 سنبله 1402

10401.jpg (1820 × 1024)

 د ښاري کلتور د دودولو او ښاري موضوعاتو په اړه، د کابل ښاروالۍ دخپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د څلورمې ناحیې اړوند د بي بي رابیا لېسې له زده کوونکو سره دعامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. دخپرونو او عامه پوهاوي رياست د عامه پوهاوي آمر محمد ياسين امين وويل چې، له دې غونډې یې موخه  د عامه تأسيساتو ساتنه، د هېواد پالنې د احساس را ژوندي کول او د ښار د پاکوالي او زرغونتيا په برخو کې د ټولنيزو او فردي مسووليتونو ترسره کول دي.  نوموړي زیاته کړه، د ښاریانو په ځانګړې توګه د نن ورځې ځوان نسل په مرسته، کولای شو چې کابل په یو پاک، زرغون او ښکلي ښار بدل کړو. په دې غونډه کې د يادې لېسې مدير، ښوونکو او زده کوونکو د ښاري کلتور د ودې په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره د مرستې ژمنه وکړه او ويې ويل چې، د ښاروالۍ د اصولو او مقرراتو په پام کې نیولو سره به ډېر ژر  هوساینې ته ورسېږو.  په پای کې زده کوونکو ته د ښوونیزو ویډیوګانو د وړاندې کولو له لارې دپوښتنو او ځوابونو زمینه برابره شوه او د هغوی د هڅونې په موخه، د کابل ښاروالۍ د عامه پوهاوي ریاست له خوا یو شمېر چاپ شوې پاڼې او ډالۍ هم ووېشل شوې