د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د روحاني بابا په سیمه کې د فرعي سړکونو دکانکریټ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

14 سنبله 1402

10403.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې اړوند د ( ۳۷م) ګذر په روحاني بابا سیمه کې د فرعي سړکونو کانکریټ کولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر له لوري، په داسې حال کې چې، د سیمې مشرانو او یوشمیر اوسېدونکو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.په یادو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال په خپلو خبرو کې د کابل ښاروالۍ له لوري په لوړ کیفیت او معیاري توګه د پروژو د پلي کولو ډاډ ورکړ او ویې ویل: د کار له کیفیت څخه د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو دتنظیم ریاست انجنیران په بېلابېلو پړاوونو کې فني او تخنیکي څارنه کوي، څو د سرچینو له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی وشي.نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د عامه تاسیساتو په ځانګړې توګه د سړکونو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. ښاغلي یاسر زیاته کړه چې، د دغو سړکونو په جوړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو سیمه ییزې ستونزې حل شوې او خلک به سالم چاپیریال ته لاس رسی ومومي. د نوموړي په وینا په راتلونکې کې به هم د پنځمې ناحیې په کچه داسې نورې پروژې پلې شي. د غه راز دکابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري وویل: دا فرعي سړکونه په ټولیزه توګه ( ۱۰۸۹) متره اوږدوالی او له ( ۴ تر ۵) مترو سور لري چې، د لښتیو په ګډون د(۱۵.۸) میلیونه افغانیو په لګښت په څلورو میاشتو کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په ملاتړ په بنسټیزه توګه جوړ شوي دي چې، دې کار د سیمې د اوسېدونکو تود هرکلی له ځان سره درلود