د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال معرفي شو

15 سنبله 1402

10405.jpg (1820 × 1024)

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ محترم حاجي محمد نبي عثماني په ما فوق رتبه بست کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو د مرستیال په توګه وګمارل شو او نن د چارو ادارې د مرستیال مولوي سیف الدین تائب او د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي له لوري همکارانو ته ور وپېژندل شو. په یادو مراسمو کې د چارو ادارې مرستیال د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو له هڅو مننه وکړه او ویې ویل: کابل ښاروالي یوه لویه خدماتي اداره ده او د دې ادارې مسئولینو تر اوسه د کابل ښار د‌ اوسيدونکو پوره رضايت حاصل کړی او په آينده کې ورته د‌ لا توفيق غوښتونکي يو. نوموړي د ټولنیزو او کلتوري چارو نوی مرستیال یو صادق او با تجربه شخص وباله او هیله یې څرګنده کړه چې، د کابل ښار په کچه به د اصیل افغاني او اسلامي کلتور د بډاینې او ترویج په برخه کې غوره کړنې ترسره کړي. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال وویل چې، د کابل ښاروالۍ مسئولین به د هېوادنۍ مینې او احساس له مخې په کابل ښار کې د ښاري خدمتونو د اوسني وضعیت بدلولو لپاره بې دریغه هڅې وکړي. د نوموړي په وینا د کابل ښاروالۍ مشرتابه اصلاحاتو راوستو او د غوره ښاري خدمتونو وړاندې کولو ته ژمنتیا لري . ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو نوي مرستیال د سپارل شویو مسئولیتونو د ترسره کولو په برخه کې ژمنه وکړه او ویې ویل چې، د ښاري ژوند قانوني کولو، د ښاري کلتور د ودې او په نورو ښاري برخو کې به د مسئولانو او ښاریانو په مرسته غوره کړنې ترسره کړي