د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د چهلستون او پډولې سړک ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د قیر چارې پیل شوې

15 سنبله 1402

10407.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د اوومې ناحیې اړوند د چهلستون او پډولې سړکونو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک قیرچارې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ دا سړک (۳۱۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري چې، د لښتیو، پلو لارو، د بایسکل چلولو کرښو، ګلدانونو او نورو برخو په ګډون به د نږدې ( ۲۲) میلیونه افغانیو په لګښت په بنسټیزه توګه جوړ شي. دا سړک له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی چې، په جوړېدو سره به یې د اړوند سیمو اوسیدونکي له ترانسپورټي او ټولنیزو آسانتیاو  څخه برخمن او د چهلستون بازار په ګڼه ګوڼه کې به د پام وړ کمښت راشي