د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لومړۍ ناحیه کې د خلکو د ستونزو حل کولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

15 سنبله 1402

10409.jpg (1820 × 1024)

د ملت او حکومت ترمنځ د اړیکو دپیاوړتیا په موخه، د لومړۍ ناحیې د مسئولینو او د یادې ناحیې د اوسېدونکو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په یاده ناسته کې د لومړۍ ناحیې رئیس مولوي محمد عالم عاصم د مرستې کولو د روحیې په پیاوړتیا او د مسئولیت منلو حس په را ژوندي کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: اړینه ده چې، مسئولان د خلکو پرځای غوښتنو او وړاندیزونو ته په خپلو کاري پلانونو کې ځای ورکړي. نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ پلانونه د خلکو د ټولنیزو، اقتصادي او سیمه ییزو ستونزو پر بنسټ جوړیږي، څو د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ واټن له منځه یوړل شي او هرڅوک د ښار پر وړاندې خپل مسئولیت ادا کړي.   په ناسته کې ګډونوالو په ځانګړې توګه د لومړۍ ناحیې د اوسېدونکو استازو وویل: که چېرته موږ د ښاري نظم په موخه قانون پر ځان پلی کړو او له مسئولانو سره مرسته وکړو؛ په ښاري ژوند کې به هوساینې او آسانتیاوو شاهدان اوسو. د دوی په وینا که چېرته خلک د ښار د امنیت او نورو برخو پر وړاندې د مسئولیت احساس وکړي، د ټولنې ګڼ شمېر ستونزې به حل شي. د ا.ا.ا مسئولین د خلکو پر ځای نظرونو ته درناوی لري او خلک به هم د تل لپاره د خپل حکومت ملاتړي و اوسي