د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه

15 سنبله 1402

10411.jpg (1820 × 1024)

د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي په موخه، د پنځمې ناحیې د مسئولانو له لوري د یادې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق او چاپیریالي روغتیا له څرنګوالي څخه څارنه وشوه. د یادې ناحیې مرستیال رفیع الله احمدزي وویل: سرغړونکو ته سپارښتنه وشوه چې، له نرخنامې څخه د بیا ځلي سرغړونې په صورت کې به ورسره جدي قانوني چلند وشي. نوموړي غوښتنه وکړه چې، هټیوال او نور اصناف دې انصاف په پام کې ونیسي او توکي دې د نرخنامې مطابق وپلوري. دغه راز ښاغلي احمدزي وویل: مخکې د پنځمې ناحیې ټولو اصنافو او هټیوالو ته خبر ورکړل شوی دی څو، نرخنامه د لیدلو وړ ځای کې وځړوي. د یادونې وړ ده چې، د یادو څارنو په لړ کې د روغتیا ساتنې او نرخنامې د تطبیق له اړخه د پنځمې ناحیې د بازارونو وضعیت مثبت و اروزل شو