د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کوټه سنګي او دهبوري سیمو کې سړکونه پاک او ووینځل شول

16 سنبله 1402

10415.jpg (1820 × 1024)

د دریمې ناحیې د مسئولانو له لوري د ځدارڼ سوداګریز مخې او د دهبوریو پارک ته مخامخ پلې لارې او سړکونه له کثافاتو او نورو چاپیریالي ککړتیاوو پاک او مینځل شول. د دریمې ناحیې مرستیال مفتي اخترمحمد عثماني وویل: له بده مرغه له څه مودې را پدېخوا یو شمېر فرصت غوښتونکو د ځدارڼ سوداګریز مارکیټ مخې ته رفع حاجت کولو چې، د دریمې ناحیې د مسئولانو له لوري دا ځای ووینځل شو او له ناوړه ګټې اخیستنې څخه یې مخنیوی وشو. په همدې توګه د دهبوریو پارک مخامخ د موټرسایکل یو شمېر پلورونکو په خپلو فعالیتونو پلې لارې بندې او چټلې کړې وې چې، دا ځای هم پاک او ووینځل شو. ښاغلي عثماني د موټرسایکل له مستریانو غوښتونه وکړه چې، د ښاري ککړتیا سبب ونه ګرځي. په عمومي ځایونو کې د رفع حاجت کول له دیني ارزښتونو او ښاري کلتور سره په ټکر کې دي. له دې ځایه څخه په ۵۰ مترۍ کې ځدراڼ مارکیټ ته مخامخ مجهز ښاري تشنابونه شته او ښاریان کولای شي د اړتیا پر وخت ترې ګټه پورته کړي. ښاریان باید د نظافت او ښاري کلتور د بډاینې په برخو په ځانګړې توګه له عامه ځایونو، سړکونو او پلو لارو څخه د غوره ګټې اخیستنې په برخو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي