د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له بادام باغ څخه تر باغ بالا پورې د نښلونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

16 سنبله 1402

10417.jpg (1820 × 1024)

 د بادام باغ او باغ بالا ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، لاهم روانې دي. دغه سړک چې (۹۰۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، په بنسټیزه توګه به جوړ شي. د ډیزاین له مخې اوس مهال د دې سړک د استنادي دېوالونو او خاورینې برخې د جوړولو چارې روانې دي او ورته مهال د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي کورونو او خنډونو په پاکولو هم کار روان دی. د یاد سړک په اوږدو کې (۹۰) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، مالکانو ته به یې د استملاک قانون له مخې حقونه ورکړل شي. دا سړک څلورمه، پنځمه او اوولسمه ناحیه یو له بل سره نښلوي چې، په بشپړېدو سره به یې له یوې خوا په ترافیکي برخه کې ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته او بل خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي