الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې په (E) برخه کې د زرغونې سیمې دجوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

18 سنبله 1402

10419.jpg (1820 × 1024)

د رحمن مېنې په (E) برخه کې د زرغونې سیمې جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، تر دې دمه (۸۰) سلنه مخته تللې دي. دغه زرغونه سیمه په ټولیزه توګه (۶۹۱۵) متر مربع مساحت لري چې، د انګړ دیوال، پلو لارو په تیږو فرش، د اوداسه ځای، د ساتونکي خونه، لوبغالی جوړول، د ژورې څاه کېندل، څوکۍ او د بیلابیلو نیالګیو کینول هم پکې شامل دي. د یادې سیمې ځمکه مخکې د یو شمېر فرصت غوښتونکو له لوري غصب شوې وه چې، تر بېرته راګرځولو وروسته یې اوس د جوړولو چارې روانې دي.  دغې زرغونې سیمې ته څېرمه، مخکې د سیمې د اوسېدونکو له لوري یو جومات هم جوړ شوی دی چې، د زرغونې سیمې په جوړېدو سره به د یاد جومات او سیمې ښکلا لا ډېره شي