الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د عدلیې وزارت له مخې څخه د دارالامان تر افشار پورې د سړک جوړولو چارې پیل شوې

18 سنبله 1402

10421.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحیې اړوند د عدلیې وزارت له مخې څخه د دارالامان تر افشار پورې د(۲۱۸۶) مترو په اوږدوالي او د(۴۵) مترو په سور سره د سړک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې. ورته مهال د یاد سړک په اوږدو کې د استملاکي کورونو او نورو خنډونو په ویجاړولو او پاکولو هم کار روان دی. د یاد سړک په اوږدو کې (۷۴) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي، چې د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته حقونه ورکړل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته، او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به هم زمینه برابره شي. د یاد سړک د جوړولو چارې به د لښتي، پلو لارو، تم ځایونو او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون، په یوه کاري کال کې بشپړې شي