الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې په ۴م او ۹م ګذر کې د کانال پاکولو چارې روانې دي

18 سنبله 1402

10423.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه د دیارلسمې ناحیې اړوند په ۴م او ۹م ګذر کې په بنسټیزه توګه د کانال پاکولو چارې روانې دي. د یاد کانال یو شمېر برخې له بده مرغه د ښاریانو له لوري پکې د کثافاتو غورځولو له امله بندې شوې وې. په همدې توګه د دې کانال په اوږدو کې د ۳۰ متره په اوږدوالي او د ۵ متره په سور د شخصي ګټه اخیستنې په موخه یو کانکریټي پوښ جوړ شوی وو، چې هغه هم ویجاړ شو. په ناقانونه توګه د سرغړونکو له لوري پر کانالونو د پوښ جوړول د کانالونو د بندېدو سبب ګرځي چې، بیا د اورښت پر مهال اوبه سړکونو ته را خېژي. له ټولو ښاریانو غوښتنه کیږي چې، کانالونو پاک ساتلو ته پام وکړي، ځکه د بېرته پاکولو په برخه کې یې د کابل ښاروالۍ ډېر شمېر سرچینې مصرف کیږي