د دریمې ناحیې په کچه په ناقانونه توګه لښتي ته د فاضلاب را پرېښودل شوې لارې ویجاړې شوې. د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست د مسئولانو په وینا؛ دا کار تر ورکړل شوې وخت او سپارښتنې وروسته ترسره شو او په نورو ناحیو کې به هم ورته رسېدنه وشي. د یادې ناحیې په کچه د یو شمېر ودانیو مالکانو د کابل ښاروالۍ تر سپارښتنې وروسته په خپله لښتي ته د فاضلاب را پرېښودل شوې لارې ویجاړې کړې وې. لښتي ته د فاضلاب لارو را پرېښودل د چاپیریال او د ځمکې لاندې اوبو د ککړتیا سبب ګرځي
د ښار په کچه لښتيو ته د فاضلاب را پرېښودل شویو لارو ویجاړول روان دي
18 سنبله 1402