د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:30 ق-ظ
لمر راختل 4:41 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:45 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.09 افغانی
1 یورو 76.24 افغانی
1 درهم 19.33 افغانی
1 تومان 1.200 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 820.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د ودانۍ په انګړ کې یو جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

18 سنبله 1402

10427.jpg (1200 × 675)

دیني او شرعي ارزښتونو ته د درناوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د ودانۍ په انګړ کې  دیو جومات د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري په داسې حال کې چې، یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال په خپلو خبروکې وویل: د یاد ریاست زیارکښه کارکوونکو مخکې د لمانځه ادا کولو لپاره مناسب ځای نه درلود چې، د کابل ښاروالۍ مشرتابه یو کال مخکې پرېکړه وکړه تر څو د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره یو جومات جوړکړي چې، له نېکه مرغه دغه جومات په (۱۸۰۰) مترمربع ځمکه کې د یوه پوړ په درلودلو سره د کابل ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه د(۶)میلیونه افغانیو په لګښت په بنسټیزه توګه جوړ شو،چې په یو وخت کې د(۴۶۰) تنو عبادت کوونکو ظرفیت لري. همدا راز شیخ الحدیث عبدالسمیع غزنوي د اسلام له نظره د جوماتو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې: جوماتونه د اسلامي شعایرو له ډلې دي. جوماتونه نه یوازې د عبادت ځایونه دي، بلکې له دې ځایه هر وخت د یوالي، وروولۍ او د خیر کارونو غږ پورته شوی دی، او هر هغه څوک چې د جوماتونو په جوړولو کې برخه اخلي، د الله (ج) د رحمت تر سیوري لاندې به راشي