الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه د رحمن مېنې د E برخې سړک د جوړولو له چارو څارنه وکړه

19 سنبله 1402

10429.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې د E برخې سړک د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه او د کار پر کیفیت او چټکتیا یې ټینګار وکړ. دغه سړک له کارته نو څخه پیل تر ستانکزي بلاکونو پورې (۳۳۰۰) متره اوږدوالی او (۴۰) متره سور لري چې، د بایسکیل چلولو کرښو، پلو لارو، ګلدانونو او نورو برخو په ګډون یې چارې په چټکۍ سره روانې دي. دا پروژه د کابل ښاروالۍ له  بودجې څخه د (۱۶۲) میلیونه افغانیو په لګښت د پلي کېدو په حال کې ده چې، چارې به یې تر راتلونکي یوه کال پورې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال د څارنې په لړ کې مسئولانو ته لارښوونه وکړه چې، د پروژې له کیفیت څخه دې پر وخت څارنه کوي، څو دا پروژه پر ټاکلي وخت او معیاري توګه پلې شي. یاد سړک د کابل ښار یو له مهمو سړکونو شمېرل کیږي چې، په جوړېدو سره به یې د ښاریانو ډېرې پخوانۍ هیلې پوره شي