د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د غوره ټولنیزو او کلتورِي چوپړتیاوو د وړاندې کولو په اړه غونډه ترسره شوه

19 سنبله 1402

10431.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال حاجي محمد نبي عثماني، نن د کاري ورځې  په لومړيو  کې د دعوت او ارشاد، خپرونو او عامه پوهاوي، د خلکو د همغږۍ چارو،د کلتوري چارو د ریاستونو او دکابل ژوبڼ له مسؤلینو سره، په کابل ښار کې د غوره ټولنیزو او کلتوري چوپړتیاوو د وړاندې کولو په اړه غونډه ترسره کړه. په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د ښاري قانوني ژوند د رامنځته کیدو، د ښاري کلتور د ودې، د ښاري ستونزو د پېژندنې او حل په برخه کې، د رسنیو له لارې د اطلاعاتو د پیاوړتیا، د ګذر وکیلانو د ګمارنې د شرایطو، د چارواکو او ښاریانو ترمنځ د اړیکو د تأمینولو او له ښاري تأسیساتو څخه د سمې ګټې اخیستنې په موخه، اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. دغه راز ښاغلي عثماني د يو شمېر رياستونو له اداري دفترونو څخه ليدنه وکړه او د اړوندو ادارو د کاري مسؤليتونو د لا ښه ترسره کولو په موخه يې خپل نظرونه او وړانديزونه له مسؤلينو سره شريک کړل