د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شلمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو

19 سنبله 1402

10435.jpg (1820 × 1024)

د ښاري کلتور د بډاینې او ترویج په موخه، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست په غوښتنه، په شلمه ناحیه کې ددغې ناحیې دمسئولینو او اوسیدونکو په ګډون تنظیفي حشر ترسره شو. د شلمې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور عمري د ښار په پاکوالي کې د ښاریانو رول مهم وباله او ویې ویل: که چېرته هر څوک د خپلو سیمو پاکوالي ته پام وکړي ډېر ژر به د یوه پاک او سمسور کابل شاهدان و اوسو. دغه راز د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین له ټولو هغه کسانو چې په یاد حشرکې یې په خپل ګډون سره د تنظیف ریاست کارکوونکو سره مرسته کړې وه مننه وکړه. نوموړي وویل چې د ښار آبادي او پاکوالی د هر ښاري دنده ده او په ښاري ژوند کې د ښاري اصولو او قوانینو په پام کې نیول یوه جدي اړتیا ده. ورته مهال د حشر ګډونوالو وویل: ښار د ټولو ګډ کور دی او  ژمنه کوو چې، په پوره رښتینولۍ سره به دښار په پاکولو او د ونو په خړوبولو کې هڅه کوو. د یادونې وړ ده چې د یاد حشر په ترڅ کې د چهارآسیاب له بازار او نورو ورڅېرمه سیمو څخه کثافات راټول او ټاکلي ځای ته ولیږدول شول