الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د تنظیف ریاست کارکونکو لپاره بریښنایي حاضري نصب شوه

19 سنبله 1402

10437.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکو د وخت او ګڼه ګونې د مدیریت په موخه بریښنایي حاضري نصب او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري د پټۍ په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال وویل: د وخت د غوره مدیریت او د کارکوونکو د کنټرول لپاره دې سیسټم ښه پایله درلوده. د نوموړي په وینا دا سیسټم مخکې په نورو ریاستونو کې نصب شوی وو او په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د بشري سرچینو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاستونو  په هڅو د تنظیف ریاست د ۱۲۵ مامورینو او ۳۵۴۰  کارګرو لپاره هم نصب شو. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د نورو ریاستونو د کارکوونکو لپاره به هم په نږدې ورځو کې الکټرونیکي حاضري فعاله شي