د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې په کچه د بندو لښتیو د پاکولو چارې روانې دي

20 سنبله 1402

10443.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه، د اوومې ناحیې په بیلابیلو سیمو کې د بندو لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې روانې دي. د اوومې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري وویل: د کابل ښاروالۍ اړوند کارکوونکي اوس مهال د یادې ناحیې په ۲۵م ګذر کې د بندو لښتیو د پاکولو په چارو بوخت دي چې، له بالا جوی سیمې څخه د بالاحصار په لوري به په بنسټیزه توګه پاک شي. دا لښتي په تېرو کلونو کې د یوشمیر بې مسؤولیته ښاریانو له لوري د کثافاتو اچولو له امله بند شوي وو. د اوومې ناحیې رئیس څرګنده کړه چې، له بده مرغه د یادو لښتیو په اوږدو کې د یو شمېر فرصت غوښتونکو له لوري ناقانونه تأسیسات هم جوړ شوي دي، چې د مسئولینو له لوري به ورته رسېدنه وشي