الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په ۱۸م ګذر کې د کوڅو او یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي

20 سنبله 1402

10445.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د پنځمې ناحیې د (۱۸م) ګذر په علي خان سیمه کې د دوه کوڅو او یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دا کوڅې او فرعي سړک په ټولیزه توګه (۸۶۱) متره اوږدوالی او له (۴ تر ۵) مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې چارې د څه باندې (۱۰) میلیونه افغانیو په لګښت روانې دي او یاده پروژه تر دې دمه (۷۰) سلنه مخته تللې ده. د یادو کوڅو په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ شمېر سیمه ایزې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادولو وړ ده چې، ددې پروژې له لارې یوشمیر ښاریانو ته کاري زمینه هم برابره شوې ده