د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې په ۱۳م ګذر کې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

21 سنبله 1402

10449.jpg (1820 × 1024)

د ترانسپورټي ستونزو د حل په موخه ، د یوولسمې ناحیې په ۱۳م ګذر کې د سړک جوړولو پروژې چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، لاهم په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک (۳۶۰) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې تر دې دمه (۶۰) سلنه چارې مخته تللې دي او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به په بنسټیزه توګه جوړ، او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل او ښاریانو ته به ترانسپورټي آسانتیاوې رامنځته شي