د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښار کې د ترافیکي وضعیت د ښه کېدو په موخه د همغږۍ غونډه تر سره شوه

21 سنبله 1402

10451.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ او د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو لوی ریاست ترمنځ د ترافیکي زیربناو جوړولو، د ګڼه ګوڼې د کمښت او د ښاري نظم په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه. دا غونډه د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر، د کورنیو چارو وزارت د ترافیک لوی رئیس ډاکتر حسیب الله مختار، د کابل ترافیک رئیس مولوي خان محمد غاور او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر تخنیکي څانګو مسئولینو په ګډون ترسره شوه چې، په کابل ښار کې د ترافیکي وضعیت د ښه کېدو په موخه، اړینې پرېکړې پکې ترسره شوې. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال د ترافیکي او ترانسپورټي زیربناؤ جوړولو په ځانګړې توګه د یو شمېر نویو سړکونو د ډیزاین، د خیرخانې کوتل تر کار لاندې سړک او په نورو سړکونو کې د ترافیکي بهیر د تنظیم، د څلورلارو د بڼې بدلولو، په کابل ښار کې د ترافیکي نظم د ښه کېدو او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پلانونو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د اړونده ادارو ترمنځ  په همغږۍ ټینګار وکړ. په همدې توګه د ترافیکي بهیر پر وړاندې د ستونزو د له منځه وړلو په موخه، له بدیلو سړکونو ګټه اخیستنه، په بېلابېلو څلورلارو په ځانګړې توګه د بره کي او نجات څلي په څلورلارو کې د ګڼه ګوڼې کمښت نور هغه موضوعات و چې، په غونډه کې پرې خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې، په راتلونکي کې دې د هوايي او طبقوي پلونو د جوړولو پروژې په یادو دوو څلورلارو کې پلې شي