د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د یوه سړک چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

21 سنبله 1402

10453.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې شپږم ګذر اړوند د پنجصد فامیلو په نو آباد سیمه کې د یوه سړک د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري له لوري په داسې حال کې چې، د یادې ناحیې رئیس انجنیر عبیدالله شیرزاد، د هبیتات دفتر استازو او د سیمې یو شمیر اوسېدونکو یې ملتیا کوله، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په هغه پرانیست غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د پروژو او برنامو د تنظیم رئیس په خپلو خبرو کې د هبیتات له دفتر څخه مننه وکړه او ویې ویل: کوچنۍ او لویې عمراني او ټولګټې پروژې کولای شي له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته آسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي د پروژو په پلي کولو کې د هبیتات له دفتر څخه د دوامداره مرستو غوښتنه وکړه، څو دغه شان نورې پروژې د کابل ښار په نورو برخو کې هم پلې شي. ورته مهال د پنځلسمې ناحیې رئیس وویل: موږ ددې ناحیې د اوسېدونکو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو ته کلکه ژمنتیا لرو او ورته نورې  لویې او کوچنۍ پروژې به هم د یادې ناحیې په کچه پلې شي. نوموړي د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې، د ټولګټو پروژو په ساتنه او څارنه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. دغه سړک (۷۵۰ ) متره اوږدوالی او ( ۴ - ۵ ) مترو پورې سور لري چې، د لښتي په ګډون د ( ۵،۲ ) میلیونه افغانیو په لګښت د هبیتات دفتر په مرسته په (۷۵) کاري ورځو کې په بنسټیزه توګه جوړ شو