د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دوولسمه ناحیه کې د ونو خړوبولو حشر ترسره شو

22 سنبله 1402

10455.jpg (1820 × 1024)

د ښاري کلتور د ودې او ګډو کارونو ته د خلکو د هڅولو په موخه، د عامه پوهاوي د برنامو په لړ کې د دوولسمې ناحیې په کچه د ونو خړوبولو حشر ترسره شو. په دې حشر کې چې، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال حاجي محمد نبي عثماني، د کابل ښاروالۍ یو شمېر رئیسانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو ګډون کړی و، هر یوه د ښار د آبادۍ، پاکوالي او زرغونتیا په برخه کې د خدمت کولو ژمنې وکړې. د کابل ښارالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد خلک د ونو خړوبولو ته وهڅول او ویې ویل: د کابل ښاروالۍد زرغونتیا ریاست امکانات محدود دي او نشي کولای په یوازې توګه د ښار په کچه ټولې ونې او زرغونې سیمې خړوبې کړي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست مرستیال احمد علي عمري د اسلام مبارک دین له نظره، د مسئولیت ترسره کولو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: په ښاري ژوند کې د سوکالۍ رامنځته کولو لپاره د مسؤلینو او ښاریانو ترمنځ د مرستې پیاوړې روحیې ته اړتیا ده ،اسلام د نظم او جوړولو دین دی چې د بشري ژوند د ټولو برخو لپاره غوره برنامې لري. د ښاغلي عمري په وینا نن ورځ له کابل ښاروالۍ سره د دوولسمې ناحیې د اوسیدونکو مرسته او ګډ کار، د کابل ښاروالۍ پر مسئولینو د باور ښکارندویي کوي. ورته مهال د دوولسمې ناحیې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، د پاک، زرغون او آباد کابل درلودلو په موخه به له کابل ښاروالۍ سره تل همکار و اوسي