د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بازارونو کې د تېلو د نرخ او اندازې له څرنګوالي څخه څارنه وشوه

22 سنبله 1402

10457.jpg (1200 × 675)

د ښاریانو د پرلپسې شکایتونو پر بنسټ، د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست د مسئولانو له لوري په بېلابېلو ناحیو کې د تېلو د نرخ او اندازې له څرنګوالي څخه څارنه وشوه. د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار وویل: د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون د وروستۍ نرخنامې پر بنسټ، د یوه لېتر (۹۲) پطرول تېلو بیه (۷۷) افغانۍ، د یوه لیتر (۸۰) ایراني پطرول تېلو بیه (۶۴) افغانۍ او د یوه لېتر ډیزل تېلو بیه (۶۸) افغانۍ ټاکل شوې ده چې، د ښار ډیری د تېلو پمپونه همدا نرخنامه په پام کې نیسي.  نوموړي زیاته کړه چې، له نرخنامې څخه سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي. د ښاغلي انصار په وینا اړینه ده د تېلو د پمپونو ټول مالکان انصاف په پام کې ونیسي او تېل له ټاکلې نرخنامې سره سم وپلوري. دغه راز نوموړي غوښتنه وکړه چې، ټول ښاریان دې د ښاري ژوند د قانوني کېدو په موخه، د نرخنامې په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي. د یادونې وړ ده چې، له وړاندې ټولو اصنافو په ځانګړې توګه د تېلو پلورونکو ته خبر ورکړل شوی دی څو، نرخنامه د لېدلو وړ ځای کې وځړوي