د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې اړوند په لسم او شلم ګذرکې د کوڅو کانکریټ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

22 سنبله 1402

10461.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې د لسم او شلم ګذر اړوند په ده مراد خان او د موسوي په دویمه برخه کې د کوڅو کانکرېټ چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري او د  اوومې ناحیې د رئیس مولوي عبدالغفور غفوري له لوري، په داسې حال کې چې، د سیمې یو شمیر اوسېدونکو یې ملتیا کوله، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس دخپلو خبرو په ترڅ کې د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د یادو کوڅو ساتنې ته پام وکړي څو ژر ویجاړې نه شي. نوموړي زیاته کړه، کابل ښاروالي به د یادې ناحیې په کچه د خلکو د اړتیاوو پوره کولو په موخه، ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې کړي. ورته مهال د اوومې ناحیې رئیس ژمنه وکړه چې، د اوومې ناحیې اوسیدونکو ته به د آسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونکړي. د یادې ناحیې په لسم ګذر کې کوڅې په ټولیزه توګه (۱۰۵۰) متره اوږدوالی او له ( ۳ تر ۴ متره او ۵۰ ساتنې) پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې دجوړولو چارې د (۷.۲) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶) میاشتو په موده کې او په شلم ګذر کې کوڅې چې، په ټولیزه توګه  (۸۰۳) متره اوږدوالی او له(۳ تر ۴ نیم) مترو پورې سور لري،د جوړولو چارې یې د( ۷.۴ ) میلیونه افغانیو په لګښت، د څه باندې ( ۴ ) میاشتوپه موده کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته په بنسټیزه توګه بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې