د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ اصلي سړک د فرعي کرښو قیر چارې پیل شوې

23 سنبله 1402

10463.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې اړوند له کوټه سنګي څخه تر کمپنۍ چوک پورې سړک د فرعي کرښو قیر چارې پیل شوې. د دغه سړک د فرعي کرښو بنسټیزې چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، اوس په دوه کاري وختونو کې روانې دي ترڅو ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دا فرعي سړکونه په ټولیزه توګه (۱۱۲۸۴) متره اوږدوالی او (۱۰.۷) متره سور لري، چې په جوړېدو سره به یې د اړوند سیمو ترافیکي  ستونزې حل او ورسره جوخت به ښاریانو ته ګڼ شمېر آسانتیاوې هم رامنځته شي