الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

تر سلطان محمود غزنوي سړک پورې د پخواني قلعه فتح الله نښلوونکي سړک د جوړولو چارې ۳۰ سلنه مخته تللې دي

23 سنبله 1402

10465.jpg (1200 × 675)

د سیمو اقتصادي ودې او ترانسپورټي آسانتیاو ته د لاس رسي په موخه، تر سلطان محمود غزنوي سړک پورې د پخواني قلعه فتح الله د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دا سړک چې، (۶۰۶) متره اوږدوالی او (۱۶) متره سور لري ، تر دې دمه یې (۳۰) سلنه چارې مخته تللې دي. دغه سړک چې په بنسټیزه توګه د جوړېدو په حال کې دی، د کابل ښاروالۍ انجنیران یې د کار له کیفیت څخه پر وخت څارنه کوي او په جوړېدو سره به یې د قلعه فتح الله، سلیم کاروان، شهید هنګرها، پای کوب او ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته غوره ټولنیزې او ترانسپورټي آسانتیاوې رامنځته شي