د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې شاته سړک چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

23 سنبله 1402

10467.jpg (1820 × 1024)

زیربنايي او ترانسپورټي آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه د چاپیریال ساتنې ملي ادارې شاته د یوه سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پیل شوې وې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رئیس حافظ عزیز الرحمن او د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د ودانیزو چارو مرستیال وویل: دا سړک ویجاړ او خام و چې، نه یوازې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې کارکوونکو بلکې د یاد سړک په اوږدو کې پرتو ښاریانو ته یې ګڼ شمېر ستونزې را ولاړې کړې وې. د نوموړي په وینا دا سړک ۳۰۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري او په ۲۷ کاري ورځو کې یې چارې بشپړې شوې. ورته مهال د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رئیس په خپلو خبرو کې د یاد سړک د جوړولو له امله له کابل ښاروالۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل: د دې سړک په جوړېدو سره به د ښاریانو او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د کارکوونکو ستونزې حل شي. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال وویل: اوس مهال د ښار په بېلابېلو برخو کې د سړکونو د بیارغونې د ګڼ شمېر پروژو چارې روانې دي چې، په دې توګه به له یوه لوري د ښاري زیربناوو ساتنه شوې وي او له بل لوري به د ملي پانګې له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی وشي. د یادونې وړ ده چې، چاپیریال ساتنې ملي ادارې د مشرتابه له لوري د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست یو شمېر فني او تخنیکي کارکوونکي د ستاینلیکونو او نغدي ډالیو په ورکولو سره وستایل شول