الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

دچهلستون او پډولې له سړکونو سره د نښلوونکي سړک دقیرکولو چارې روانې دي

25 سنبله 1402

10469.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د اوومې ناحیې اړوند د چهلستون او پډولې سړکونو سره د نوي نښلوونکي سړک قیر چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډېر ژر به بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دا سړک (۳۱۵) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري چې، د لښتیو، پلو لارو، د بایسکل چلولو کرښو، ګلدانونو او نورو برخو په ګډون یې اوس مهال د قیر کولو چارې روانې دي. دغه سړک به د نږدې (۲۲) میلیونه افغانیو په لګښت تر راتلونکو دوه میاشتو پورې په بنسټیزه توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یاد سړک په جوړېدو سره به د اړونده سیمو اوسیدونکو ته آسانتیاوې رامنځته او د چهلستون بازار په ګڼه ګوڼه کې به د پام وړ کمښت راشي