پخوا به د معیاری تخنیکي ورکشاپ د نشتون له امله د تنظیف ریاست وسایطو جوړونه له خنډونو سره مخ کیده او په ورځني چارو کې به یي ځنډ رامنځته کاوو، د کابل ښاروالۍ تنظیف ریاست د شته امکاناتو نه په ګټي اخیستني سره(هغه کانکریټي ډبري او غیرقانوني بیلبوردونونه چې له ښارڅخه یې راټول کړي وو) د دي ریاست په انګړ کې داسي تخنیکي معیاري ورکشاپ جوړ کړي چې د دي ریاست وسایط به هلته ترمیم کیږي او بیرته فعالیت ته چمتو کیږي.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري د معیاری تخنیکي ورکشاپ جوړونه