د دیارلسمې ناحیې مسؤلینو د اړوندې امنیتي حوزې په مرسته، یوه مرداره غوا د لېږدولو پر مهال په ګوته کړه او د معاینې په موخه یې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت مسلخ ته ولېږدوله. د ديارلسمې ناحيې رئیس محمد حامد اميري وويل: د لومړنيو معلوماتو له مخې، د دې غوا غوښه خرابه شوې او د کارونې وړ نه ده. د دغې مردارې غوا لېږدونکو هڅه کوله ترڅو یې د خپلې قصابۍ له لارې په خپلو ښاریانو باندې وپلوري خو له نیکه مرغه چې، مخنیوی یې وشو. نوموړي زیاته کړه چې، د دې کار عاملین به تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي ترڅو په راتلونکي کې د ورته سرغړونو د تکرار مخه ونیول شي
په دیارلسمه ناحیه کې یوه مرداره غوا تر پېژندلو وروسته ولېږدول شوه
25 سنبله 1402